د مهترلام مرکزي روغتون کټونه له ټپيانو ډک دي ، دلته ځينې ټپي ماشومان له خپلو ټپي ميندو سره پر يوه کټ پراته دي .
د يوې يونيم کلنې نجلۍ کوچنۍ پښه د بمونو پرچو چېرې کړې ده ، د هغې څنګ ته د بلې دوه کلنې نجلۍ لاس او پښې نه وينې روانې دي ، د يوې بلې ١٥ کلنې پښه پرې شوې او ...
دوى هر چاته په حيرانو سترګو ګوري ، خو له خولې اخ هم نه باسي .
ټپي ماشومان د درد له زوره کټ کې تاو راتاو شي ، خپلو ټپي ميندو ته وګوري ، شاوخوا بيمارې سترګې وغړوي ، د غچ لمبې يې په زړونو کې په څپو شي خو پټه خوله دي .
دوى پوهېږي چې ، دغه شان يو نظام کې غږ ويستل ځاى نه نيسي .
ماشومان خبر دي چې تېره مياشت په ننګرهار کې د يوه واده ګډونوال هم دوى غوندې په خپلو وينو کې ولمبيدل ، په کونړ ، نورستان ، کندهار ، پکتيا ، هلمند او ... کې هم ددوى همزولي ووژل شول ، ټپيان شول خو هيچا يې کسات وانه خيست .
مهترلام روغتون ته له ګړوچ څخه ټپيان راوړل شوي دي ، ګړوچ يوه غرنۍ سيمه ده او څو ور ځې وړاندې ناټو ځواکونو پرې درنه بمباري وکړه .
دغه بمباري له هغې وروسته وشوه کله چې د سروبي په اوزبين ولسوالۍ کې فرانسوي پوځيانو ته په يوه نښته کې درنه مرګ ژوبله واوښته .
بهرنيو ځواکونو د خپلو پوځيانو کسات زموږ له ملکي وګړو واخست ، خو زموږ د کسات اخستو څوک نه شته .
هغوى هم زموږ همدې بېوسۍ زړور کړي دي او هر ورځ مو په درجنونو وژني .
خو داسې هم نه ده !!
بهرني ځواکونه لکه څنګه چې ښکاري د يوې اوږدې مودې په نيت راغلي دي ، په دغه موده کې به زموږ هغه ماشومان ځوانان شي کوم چې دوى په بمبارونو کې ويشتلي او ټپيان کړي يې دي او د کورنۍ غړي يې ورته شهيدان کړي .
له هرې چوپتيا وروسته يو توپان وي ، نن چې د مهترلام او د نورو ولايتونو په روغتونو کې ټپي ماشومان چوپه خوله دي ،دا په راتلونکي کې د يو ستر توپان پيغام دى .
دوى به خپل کسات اخلي بيا که څوک ورته ترهګر وايي او که نه ؟
يادښت :
د قلم دعفت ساتلو په شرط تبصرې ازادې دي .
محمد نعمان دوست
کابل ، د وږي ٢مه