راليږونکی :سید نجیب الله سادات
د راليږونکي پته :najibsadaat@yahoo.com
نيټه : 07-06-2008
غزل
ته په خپله زه به سیورې درسره شم
سترګې پرانیزه چې زړه کې دې دېره شم

یو ارمان مې بل ته وګوري سا ورکړي
داسې نه د ارمانونو ادیره شم

لکه وینه مې په هر رګ کې زغلیږې
یوه ورځ به خامخا ستا په څېره شم

له مودو مودو نه وروسته په مخ راغلې
داسې نه چې ته لاس راکړې زه ایره شم

که د مینې تر کاروانه کله لاړم
هغه ورځ به په اسمان کې راښکاره شم

په خولې لاس ګېږدم اوستاله کوڅې تېرشم
داسې نه ساداته یو ځلې ناره شم


سيد نجیب الله سادات