د ښکلا په چم کې سپي لېوني شوي
ځان ساتئ چې اننګي لېوني شوي
په مالت کې بس همدا مرض خور شوی
شنه خالونه په تندي لېوني شوي
ځان ترې غورځوي په زمکه په ډبرو
د پښتو غېږو منګي لېوني شوي
ګلابونو د ازغيو کانې پيل کړې
خدايه خيرکه پسرلي لېوني شوي
شرنګا شرنګ يې يو ناڅاپه سړی نيسي
لږ په پام ګرځئ بنګړي لېوني شوي
دوی خو ګرم نه دي دا خلک دې ځان ساتي
لګېدلې ده ګرمي لېوني شوي
08.06.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :سید نجیب الله ساداتد راليږونکي پته :najibsadaat@yahoo.comنيټه : 07-06-2008غزل ته په خپله زه به سیورې درسره شم سترګې پرانیزه چې زړه کې دې دېره شم
یو ارمان مې بل ته وګوري سا ورکړي داسې نه د ارمانونو ادیره شم
لکه وینه مې په هر رګ کې زغلیږې یوه ورځ به خامخا ستا په څېره شم
له مودو مودو نه وروسته په مخ راغلې داسې نه چې ته لاس راکړې زه ایره شم
که د مینې تر کاروانه کله لاړم هغه ورځ به په اسمان کې راښکاره شم
په...
08.06.2008
- محمدحنيف حيران
نــــوم : زاهد شاهتخلص : انګار د پلارنوم : سليمان شاهزوکــړه : ١٣٣٨ لېږديز لمريز کالزده کړه : لسانسولايت : خوستولسوالي : مرکز متونکلى : کجيرېچاپ شوي اثار : نه لرينـــا چاپ اثار : يوه ټولګه لنډې کيسې، دوه ټولګې شعرونه، يو ټوک څلي او نرخونه، دوه ټولګې فولکوريکې کيسې....