آيا تولسي د بيان د آزادۍ مور ده ؟ : اندېښمن ځاځی
==========================
په دې وروستيو کې د عالمانو شورا پريکړه کړې چې د هيواد په انځوريزو رسنيو کې دې د فساد مخه ونيول شي او هغه هندي سريالونه دې بند شي چې زموږ د ټولنې له اسلامي او کلتوري ارزښتونو سره اړخ نه لګوي . بس همدا پريکړه وه چې زمونږ د هيواد په شخصي انځوريزو غږيزو او چاپي رسنيو کې يې يوه غوغا را ولاړه کړه او د بيان د آزادۍ ځينو دعوه لرونکو د بيان د آزادې جنازه په اوږو واخيسته او داسې يې ښکاره کړه چې ګواکې دولت او د هيواد دعالمانو شورا د بيان د آزادۍ قاتلان دي ، هرې رسنۍ تر خپلې وسې پورې د هيواد عالمانو او نورو شخصيتونو په سپکاوي کې برخه واخيسته او تر خپلې وسې يې دې اور ته پوکى ورکړ او تود يې کړ . نو اوس پوښتنه دا ده چې آيا د بيان د آزادۍ په چوکاټ کې څوک دا حق لري چې د چا پر شخصيت تيرى وکړي ؟ آيا د بيان آزادي دې ته وايي چې په ټولنه کې د اخلا قي فساد لپاره کار وشي ؟ آيا دبيان آزادي د هندي سريالونو څخه پرته د بيان آزادي نه ده ؟ ددې پوښتونو د ځواب لپاره به بيا هم دې خبرې ته را وګرځم خو لومړى بايد د بيان د آزادۍ په اړه يو څه خبرې وکړو د بيان آزادي د هر آزاد انسان حق دى او بايد هر انسان ددې حق څخه برخمن ووسي په ټولنه کې چې هر وګړى ژوند تيري په تيره بيا په هغو ټولنو کې چې څه نا څه د ديموکراسۍ څخه پرخمنه وي دا حق لري چې د ټولنې د اصلاح ،د دولت د اصلاح ، د وګړو د اصلاح لپاره خپل نظر څرګند کړي او د ستونزو د حل لپاره مشورې ورکړي ، خو د بيان آزادي هم يو چوکاټ لري هغه دا چې په هيڅ هيواد يا ټولنه کې څوک داسې د بيان آزادي نه شي زغملى چې د ټولنې ديني ، کلتوري او عنعنوي ارښتونو ته زيان ورسوي نو زموږ ټولنه چې يوه اسلامي ټولنه ده او له ځانه د يوه اصيل کلتور او عنعنې درلودونکې ده په هيڅ ډول د بيان داسې آزادي نه شي زغمللاى چې نوموړو ارزښتونو ته پکښې زيان ورسيږي . نو د پاسنيو پوښتونو ځواب دا دى چې د بيان د آزادۍ په چوکاټ کې هيڅ څوک او هيڅ يوه رسنۍ ددې حق نه لري چې د چا په شخصيت باندې تيرى وکړي ، د بيان آزادي دې ته نه وايي چې يو اورګان دې ددې نوم څخه ګټه پورته کړي او په ټولنه کې د پردي کلتور او اخلا قي فساد د دودولو لپاره کار وکړې ، او د بيان آزادي يوازې د هندي سريالونو په بنديدو هم له مينځه نه ځي. دا سمه ده چې زمونږ ټولنه اړتيا لرې چې د نورې نړۍ په حال هم ځان خبر کړي او دې اړتيا ته هم يوازې رسنې ځواب ورکولاى شي ځکه چې همدا رسنې به راته د نورې نړۍ د پرمختګونو په اړه معلومات راکوي مګر دا په دې مانا هم نه ده چې مونږ د نورې نړۍ هغه توليد خپورکړو چې په ټولنه کې د ې د فساد دودولو ته لمن ووهي او زموږ د کلتور او رواجونو سره اړخ نه لګوي . که موږ غواړو چې د نورې نړۍ پرمختګ سره ځان اشنا کړو او يو څه تري ګټه پورته کړو نو بيا ولې سريالونه خپروو ؟ ولې علمي او ښوونيز مستند فلمونه نه خپروو ؟ چې په ليدو يې ځوانان کولاى شي چې يوه مثبته ايډيا تر لاسه کړي، ولې مونږ په خپلو رسنيو کې د تفريحي خپرونو پر ځاى ښوونيزې خپرونې نه خپروو ؟ دومره برخه چې مونږ تفريحي اوسياسي خپرونو ته ځانګړى کوو ولې يې ښونيزو خپرونو ته نه ځانګړى کوو؟ ددې ټولو پوښتنو ځواب دا دى چې زمونږ رسنۍ د خپل رسالت څخه بې خبره يا خو د خپلو جيبونو د ډکولو په فکر کې دي او يا هم د خپلو سياسي موخو د ترسره کولو په هڅو کې ، په دې ټولنه کې ازادې رسنې نه شته له يو اړخه خو به ضرور له کوم چا سره تړاوو لري او يا هم د رسنيو څخه سوداګريز مارکيټونه جوړ شوي دي چې يوازي د خپلې ګټې په اړه فکر کوې نه د رسنۍ د رسالت او د ټولنې د اړتيا په اړه ، او د ټولنې د اصلاح او پوهاوي لپاره يې هم نه کار کړى دى او نه يې کوي . همدا رسنۍ دي چې اوس هم ژبنيز او سيمه ييز تضاد ته لمن وهي يوه ډله رسنۍ له پښتو او پښتنو سره دوښمني کوي او يوه ډله بيا له دري او دري ژبو سره ، ځينې رسنۍ د يوه ګاوندي هيواد لاسو وهنه د هيواد په چارو کې ښکاره کوي او د بل پټوي او ځينې بيا د بل ګاونډي هيواد لاسونه غندي او د بل پلو پټوي داسې ښکاري چې زمونږ ټولې رسنۍ د ګاونډيو هيوادونو له خوا جوړې او ددوى د پاليسيو په خدمت کې دي . چې دا کار به ددې هيواد د راتلونکي لپاره ډيرې ناوړې پايلې ولرې زما په نظر اړونده اورګانونه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد په دې اړه هم يوه ګام اوچت کړي او په ټولو رسنيو کې دې د ژبنيز مساوات په پام کې نيولو لپاره يوه د منلو وړ پريکړه وکړي . تر څو دا ټولنه هم د ريښتينو رسنيو درلودونکې ووسي . په هر صورت خبره د بيان د آزادۍ ده نو زه هغو رسنيو ته چې دې خبرې ته ډيره لمن وهي دومره ويل غواړم چې تولسي او يا هم پرينا د بيان د آزادۍ ميندې نه دي چې د دوى په نه شتون کې به د بيان دا ماشومه آزادي څوک ونه روزي اود بيان آزادي به يتيمه پاته شي . د بيان آزادي يوازي د تولسي د سريال يا دې ته ورته د نورو سريالونو په بنديدو سره نه له مينځه ځي او نه ورته کوم زيان رسيږي که زيان رسيږي نو د رسنيو په نوم سوداګريزو شرکتونو ته او يا هم هغو کسانو ته چې د پردي کلتور د دودولو لپاره کار کوي او د هغوى د خدمت کولو ژمنه يې کړې ده
ليکوال : انديښمن ځاځى