اوس هم د چا ځان يمه اوس هم په چا ګران يمه
اوس هم د ښايسته جـــــانان ژوند يمه جانان يمه

ډېــر به پارولــــــي وي دې خاموشه ژوند زمـا
ستا دزلفو خوى لرم خير كه پريشان يــــــــــمه

بيــــــــا به مې ته غواړې خو نه به درستنېږمه
زه ستا د ځوانـــــــۍ غرور ځم درنه روان يمه

ولې دې په مړو سترګو خوله له بخته وغواړم
زه چې د تـــــــــقدير په سر ټكـــــى د امكان يمه

مل ستا د منزل ومه پاتې شومه هېر شومه
ستا له پښو لوېدلى پل ستا له لاسه وران يمه

خاورو لاندې پروت يمه ساه راكړه ژوندى مې كړه
زما د زړه ټوټې ګلې ستا دزړه سلطان يمه