د چا د لپې نه دعا واخلم
چې تورتمونو ته رڼا واخلم
هسی کالبوت پرزمکه پرېوځمه
په زړه مې وگرځوې ساواخلم
هم به منصور شم هم به حق ووایم
د دار کړۍ به له ملا واخلم
بې تا مې هیڅ خندلي نه دي دښتيا
اوس په خندا شه چی خندا واخلم
ساداته داسې څه چل نه دې دی زده ؟
چې مې د زړه پرې مدعا واخلم
سید نجیب الله سادات