نـــــوم       : سيلۍ
تخلص       : ګوربز
دپلارنوم    : مير احمد ګوربز
زوكــړه     : ۱۳۶۱ لېږديز لمريزكال
زده کړه     : د روغتيايې علومو د انسټيټوټ فارغه
ولايت        : خوست
ولسوالي     : ګوربز
کلی          : وړو

دنثر يوه بيلګه:
دمرغومي د مياشتې دويمه نېټه د سهار اووه بجې وې چې زرمينې را تـــه ټيلفون وكړ او د ژړا نه په ډك غږ يې وويل څانګه مړه شوې، او نن يې فاتحه ده ،نور يې خبرې و نكړاى شوې زړۀ مې سخت ودرزېده له ځـــان سره مې وويل، چې څانګې حتما ًد هغو ټپونو او دردونـــــو له كبله چې وروريــــې څو ورځي وړاندې د خپلې نوې واده شوې مېرمنې سره د څه خبرې په اړولو سره سخته وهلې وه، ژوند له لاسه ورکړىدى.

نــــوم        : حضرت محمد
تخلص       : وياړ
دپلارنوم     : وزيرمحمد
زوكــړه     : ۱۳۲۷ لېږديز لمريزكال
زده كړه     : دكابل پوهنتون د ژبو اوادبياتو د پوهنځي د پښتوڅانګې لېسانس
دنـــد         : دافغانستان دعلومو په اكاډمي كې دسرمحقق مرستيال په رتبه، د ژبو او ـ         ـ     ـ ادبياتو دعلمي مركز دپښتوژبې په انسټيڼيوټ كې په علمي او څيړنيزو                      چارو بوخت دى.
ولايت        : خوست
ولسوالي     : مركز
سيمــه        : شمل
كــلـى         : لنډى

چاپ شوي اثار:
۱- اريايې پښتو،فارسي ويرنې تدوين او سريزه
۲- پښتني فولكلور ګډه پروژه
۳- پښتوتشريحي قاموس په څلوروټوكونوكې ګډه پروژه
۴- پښتو – فارسي قاموس ګډه پروژه
٥- پښتو لنډۍ
ناچاپ اثار:
١-  دسروکو پيدايښت او د ودې پړاوونه

د ستر استاد په ياد
داكاډمسين پوهاند رشاد ځاى به ترپېړيو پېړيو خالي وي.
څرنګه چې د زده كړوپه سلسله كې مود لېسې دوره پاى ته ورسوله اود لوړو زده كړو له  پاره د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كې د شموليت چانس راتــه پيداشو له دې سره مو دښاغلي استاد رشاد سره دليدلو تلوسه هم زياتېدله خوله نيکه مرغه كوم وخت چې موليدنه ورسره وشوه په رښتياسره هغه څه چې د ده په باب مو اورېدلي وو مبالغه اميزنه ووبلكي واقعيت و، نوموړى ډېرصميمي ، مهــــربــــان او زړۀ سواند و، دشاګردانو په ستونزو به يې هرومرو ځان خبراوه او په حل كې به يې ترمادي امكاناتو هم مرسته كوله، په ټاكلي وخت به ټولګي تـــه راته، تېرلوست او نورحال او احوال به يې پوښته ،د تدريس پــــه وخت كې بــه يې په اړوندو علمي مسايلو مباحثې او مناقشې درلودلې او همېشه به يې دا توصيه كوله چې دكلو،بانډو او خپل چاپېريال څخه تاريخي ، ادبي او نورتوكي بــايد راټول شي چې له وركيدو خوندي او بچ پاتې شي ځكه چې دا زمــــوږ د تـــــــاريخ او كلتور يوه برخــه جوړوي او همدارنګه زموږ د وطن د تاريخ او جغرافيې په پوهاوي يې هم زيات ټينګــــار كاوه او مــــــوږ به يې زياتره پوښتنو او ګرويږنــــو تـــــه هڅولو، په ډيره خوږه او استادانـــه لهجه بــــه يې د پوښتنو ځوابونه راكول.لنډه داچې موږ به د ده علمي هڅې اود شخصيت جوړونې په برخه كې لورينې هېڅ كله هېرې نه كړو.

نـــــوم       : محمد عزيز
تخلص       : غروال
دپلارنوم     : ډاكټرعبدالرحيم غروال
زده كړه     : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت       :خوست
ولسوالي     :ځاځي ميدان
کلى          : ډيرۍ ميله

                د وطن ناوې
مهجوربلبل هــــــم پــــــــه ترانو دى
دويرپــــــــــه چم كې وارد نغمو دى
بېړۍ دهـــيــــــلو تـــــر منـزل رسي
چې ويده بخت مـــــــوپه ويښېدو دى
مــــــــــوږبه يې اخلو په تول د زرو
خلوص كــــه هرڅو په دوه پيسو دى
د وطن نـــــاوې بيــــــــاسينګارېږي
ناسور پرهـــــــــر يې پـه رغېدو دى
دښار بـــــرجونه ورتــه هېڅ ښكاري
(غروال) مين په دې لوړو غـرو دى

نــــوم        : مولاجان
تخلص       : تڼيوال
دپلارنوم     :خيال بند
زوكــړه     :۱۳۳۳ لېږديز لمريزكال
زده كړه     : د کابل پوهنتون د ژبواوادبياتو پوهنځي دپښتو څانګې لېسانس اوهمدغه   ـ     ـ       ـ راز دالمان دهومبولټ پوهنتون څخه ماسټري هم لري
دنـــــده      : دافغانستان دعلومو اكاډمۍ دپښتو ژبې او ادبياتو په انسټيټيوټ كې علمي  ـ     ـ         ـ غړى.
ولايت       : خوست
ولسوالي     :تڼي
كلى          :تورخېل
                                      د نثر نمونه يې
... پوهانو د ژبې په بــــــاره كې ډېرڅه ويلي دي،ځينې يې د نخښونښانــــــو مجموعه بولي،ځينې نور پوهان يې د انسانانو ترمنځ دپوهولو- راپوهولو وسيله بولي، او ځينې نوريې د انسانانو ترمنځ د فكر او تجربو څخه د منځ ته راغليو برياوو د انتقال وسيله ګڼي...

نــــوم        : پيرمحمد
تخلص       : كاروان
دپلارنوم     : نورمحمد
زده كړه     : دخوست ولايت دميخانيكي لېسې څخه فارغ
دنــــــده      : د B.B.C راډيو په تعليمي پروژو كې د نوي كور نوي ژوند ډرامې                          ـ         ـ      ـ   ودپښتو برخې ليكوال او ډيالوګ اډيتور
ولايت        : خوست
ولسوالي     : تڼي
كلى           : نريزې

چاپ شوي اثار:
۱- له ماښامه ترماښامه    -  شعري ټولګه
۲- له نرګسه ترنـرګسه    -  داستان
۳- چنــــارخبرې كــوي   -  شعري ټولګه
۴- دښـاپيرۍ ورغــوى    -  شعري ټولګه
۵- غره ته روان سـړى   -  داستان

نــــوم        : ساهره
تخلص       : شريف
دپلارنوم     : مولوي محمدكريم
زوكــړه      : ۱۳۴۰ لېږديز لمريزكال
زده كړه     : د ښوونې اوروزنې ماسټره
ولايت        : خوست
ولسوالي      : اسمعيل خېل اومندوزي
دنــــده       : د خوست له ولايت څخه په ولسي جرګه كې دخلكو استازې
چاپ شوي اثار:
 ١- په اسلامي نظام كې د ښځو د ښوونې او روزنې تاريخي بهير
 ٢- په اسلامي نظام كې د ښځو سياسي ،اقتصادي او ټولنيز حقونه

نـــاچاپ اثــار:
١- دښوونې اوروزنې عمده اصطلاحات
٢- دهوتكيانو دورې له پيل نه تر ۱۳۰۷ كال پورې په افغانستان كې  د ښځو ښوونه او روزنه
٣- ښځې او د افغانستان معاصر حكومتونه


نـــــوم       : سلطان
تخلص       : احمدزى
دپلارنوم     : حاجي حضرت
زوكــړه     :۱۳۶۱ لېږديز لمريزكال
زده كړه     : دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتوڅانګې لېسانس
ولايت        : پكتيا
ولسوالي     : احمدابا
كلى           : قادرخېل

چاپ شوي اثار: نه لري
نــــاچاپ اثــار: يوه شعري ټولګه
                        غزل
له زړۀ نـــــــه مې تصوير چې دجانان پرېوتو
زمــــــــــــاد شكسته زړګــــــي جهان پــرېوتو
زاهده څه كه مخ مې كړهغـــه لمرمخي يارتـه 
ته دومـــــره شوې غصه تـه وا اسمان پرېوتـو
نـــــوتله دهـــــغــــې ښكلې مګرتله وو دايمان
اثــــرمـــــې په ضمير او پـــــه وجدان پرېوتو
بـــــورا غوندې سرګم كړم د ذوقــونو اختلاف
دحسن په هــــــــر دركې مې ارمـــــان پرېوتو
نوڅه وشوكه يارمې د خپل ژوندپه بيه ياركړو
داهــــــم راتــــــه پــــــه دې بيه ارزان پرېوتو
سلطانه !نه پوهېږم چې كوم ياردى كـوم اغيار
په څورنګه منګول كې مې ګــــــرېوان پرېوتو