خوا په خوا هم ناست د تنهایي وېره په څه لرو
یو بل ته به ووایو چې هر څه مو په زړه لرو

یو بل ته به ګورو د دیدن تنده به ماته کړو
مینه په یو بل پلورو خرڅاو ته نور څه نلرو

څومره یې که لرې زمانې له مانه یوسي هم
مونږ د خپلې مینې دنیاګۍ کې یوبل ښه لرو

خير که یې په تور د تورو زلفو مونږسنگسار کړلو
گاني چې يې گلاب شي څه پروا به د ځان وه لرو

څوک که مو ساداته په دار وخېژوي خیژوبه
مونږه مینان یود خپل یار لور ته کاته لرو

سید نجیب الله سادات