راليږونکی :نيکمل ځاځی
د راليږونکي پته :nneakmal@yahoo.com
نيټه : 07-01-2008
غزل
کاشکی زه چی ستا د غونډی زنی خال وای
د سپین مخ په ننداره دې هر مهال وای
ستا د مخ سره چی وصل او پنهم وای
را خور کړی دې په ما د زلفو جال وای
آرمان زه چې ستا د تورو زلفو گل وای
قبول شوی می د خدای په در دا سوال وای
د هجران شپه وای له يوې ثانې نه کمه
د وصال شپه چی لا زياته تر يو کال وای
خير که هر رنگه ژوندون وای ماته خوښ ؤ
خو چې ستا د قدم خاو رو په مثال وای
يو نيکمل يوه جونګړه او جانان وای
نه رقيب وای نه هجران وی تل وصال وای
نيکمل ځاځی
راليږونکی :سمیع الدین افغانی
د راليږونکي پته :s-afghani@hotmail.de
نيټه : 06-01-2008
کوډ ګره
چه د سترګوپه کاته سحراوجادو کا
د سحرګرو سترګو قدر دی په کار
هسی ګوري تصور کې ته به وای
د ځوانی هوس يې ښکاری په اظهار
جګه پوزه يې چارګل ده ښايسته کړې
د بڼو څوکې يې جوړې دي په شمار
تر سرو شونډوګلابی شونډی حيا کړي
که نصیب دی شوی تری ونکړی انکار
جذبه می د ځوانی په ټینډکو شوه
د هندو د لور په سترګو کی په وار
دا د رب د قدرتونو نمونه ده
افغانی غم دی کوه لږ په کرار
---------------------------------------
سمیع الدین افغانی