راليږونکی :نیکمل ځاځی
د راليږونکي پته :nneakmal@yahoo.com
نيټه : 30-12-2007
یو ځل مخ راواړوه په چل غوندی
بیا په مینه وکړه لږ خندل غوندی
زړونه غلا کوی پخپله مخه ځی
دا خوی دی ښه نه دی لکه غل غوندی
زړه دې داسی سخت لکه د کاڼی دی
نور داسې نازک یې لکه گل غوندی
ستا نه سیوا ټول راته پردی ښکاری
ته مې هم لږ وگڼه د خپل غوندی
لکه چی رقیب سره دی لاس یو کړ
اوس راته ښکاریږی لږ بدل غوندی
څوک چی زما ستا په منځ کی خنډ گرځی
خدایه کور یی وران کړی د کابل غوندی
پام چی جفاکار سره آشنا نه شی
بیا به تل ژړیږی د نیکمل غوندی

نیکمل ځاځی