راليږونکی :نيکمل ځاځی
د راليږونکي پته :nneakmal@yahoo.com
نيټه : 07-01-2008
ليک
په سرو وينو ليک ليکمه
بيا جانان ته ئي ليږمه
د زخمي زړګي تصوير هم
د ليک منځ کې بندومه
غټې غټې درنې اوښکې
له چشمانو تو يو مه
جګې جګې ورته وايم
پښې به لوڅې کړم ورځمه
په بل شان تر حم نکړي
ليونی ځان جوړومه
د جانان د کلي منځ کې
سمې چيغې به وهمه
ګوندې سخت زړه ئې شي نرم
خپل ګرېوان څيرې کومه
که د مينې يار مې نه شو
خودکوشي اعلانومه
يا خو سم به ئې زړه سوړ شي
له ګړنګ ځان غورځومه
يا خو ښي به شي نيکمله
يا به غم ته غاړه ږدمه
نیکمل ځاځی
دميني جنګ
دميني جنګ و عاشقان جنګيدل
جنګ د با ڼو ؤ تور چشمان جنګيدل
عجيبه جنگ يې وو چی ومی ليدل
دتوری شپی په وخت پنهان جنگیدل
جنګ ؤ د مينې خو پرې پوه نشوم
چې دوې دڅه شي پۀ ارمان جنګيدل
لکه چې باز کړي په کوتره غوټه
باور پرې وکړی پدا شان جنګيدل
نۀ دټوپک او نۀ د کاڼو جنګ ؤ
ارام فايرونه ؤ مژګان جنګيدل
ما پکې وليدو (نيکمل)زخمي شو
پۀ کومه ورځ چې دوه ياران جنګيدل
نیکمل ځاځی
07.01.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :نيکمل ځاځید راليږونکي پته :nneakmal@yahoo.comنيټه : 07-01-2008غزل
کاشکی زه چی ستا د غونډی زنی خال واید سپین مخ په ننداره دې هر مهال وای
ستا د مخ سره چی وصل او پنهم وایرا خور کړی دې په ما د زلفو جال وای
آرمان زه چې ستا د تورو زلفو گل وایقبول شوی می د خدای په در دا سوال وای
د هجران شپه وای له يوې ثانې نه کمهد وصال شپه چی لا زياته تر يو کال وای
خير که هر رنگه ژوندون وای ماته خوښ ؤخو چې ستا د قدم خاو رو په مثال وا...
07.01.2008
- محمدحنيف حيران
درد مې دارمان اسمان ته څوکې کړيدا پرارژلی زړه مې کوکې کوکې کړيوږي ماشــــومان شــي دوطن را يـــــادلـــنډې چې مرغان سره مښـــوکې کړيخير که نن وحشت ما ترګرېوان نيسيچرته به ستا مخ هم شوکې شوکې کړيداکوچينيان ډوډۍ غواړي تربيه غواړيدا نيا لګي د زړه په وينـــو ځوکې کړيمــــاته شي وزلـــــــوبه د مــــزار رايـــــــاددوی چې له آسونو تاو مــــــتروکې کړيحيران يم چې تعبير ددې خوب څه دی؟باز راشي کــــوتره نوکــــې نوکـــې کړيڅرنـــــګه...