دوړو وړو خدايـــــــــــــــــــــــــانو دې بــــــــــــنده کړم
لويه خـــــــــــــدايه زه به چاچا ته سجــــــــــــــده کړم
ملګرتـــــــــــــــيا که څو رندان راســــــــــــــــره وکړي
داحرم به يـــــــــــــــــــوه لويه ميــــــــــــــــــــــــکده کړم
دوصال دشــــــــــــــــــپې بدل به دې خلاص نــکړم
ټولې شـــــــــپې که دخپل عمر شــــــــــــوګېره کړم
شيريني دپــــــــــــــــېغلتوب دپېـــــــــــغلې غواړم
خوله به ستـــــــــــــــا په عنابي شونډو خوږه کړم
چې موسکی شې لږ يې ښکل کړې بيايې راکړې
سل تـــــــــــــــــوبې به هغه جام نه صــــــــــــدقه کړم
قافـــــــــــــــــــله دپســـــــــــــــــرلي دې په دې راشي
خپل ژوندون به يې په لاره کې ډېــــــــــــــــوه کړم
لېـــــــــــــــــونيان راسره کوره پــــــــــــــــــورې لاړل
هوښـــــــــــــــيارانو نــــــــــــيمه لاره کې دوکه کړم.