دارواښاد صاحب شاه صابر پر ليکه.  عرفان الله څپاند
څو ساړه ساړه اسويلي مې زړګي ته غاړه ورکړي
بس چې کله راياديږي قامـــــــــــتونه قيامـــــــتونه
لا له غمه مې اوښکو هر کلــــــــــــــــی کومـــه ځکه
لامې سترګو کې غړيږي قامــــــــــــتونه قيامتونه
په بې مينې، بې الفته انسانانو کې شمېر نه شــم
که له زړه مې وکوچيږي قامتونه قيـــــــــــامتــــونه
پېغلتوب چې زموږ دکلي دنګو غروته کله راشي
په کې نور هم ښکلي کيږي قامــــــتونه قيامـــتونه
موږ خوڅه، ها دکلي ګودر هم ورته موسکی شي
له مستۍ چې وخنديږي قامــــتونه قيــــــــامتونه.

         ټوته.                  څپاند
ياخومې خيــال يا خومې زړه واخله
ګرانې بخــــــــيل يم دواړه نه درکوم
پرون تا(هو) ونه کړل (نه) دې وکړل
نن زه بخيـــــــــل يم غاړه نه درکوم.