نه ورته امن اونه ســــــــــوله راغله
زموږ تر کلي نړۍ ټـــــــــوله راغله
چې رانه واړوي زلمي اوپېــــغلې
بس دهمدې لپاره بوله راغـــــــــله
له خندا شين کړمه دې مستې نړۍ
په نڅېدا مخــــکې له ډوله راغله
بيا به دسيند په مېنځ کې وبليږي
خو که ډېوه بـــــــــله له زوله راغله
ښکاري هغې پکې اوبه څښلې دي
دخولې وږمه يې له کنډوله راغله
راځه دځای پـــــــــــــته يې ولګېده
خيرخواټپه له هغه شپوله راغله.

           غزل         خيرخوا
چې يې دتېرو زخمو شمار ونکړې
په زړه مې بيــــــا دبڼو وار ونکړې
يو ځلې (هو) بل ځلــــې (نه) نه منم
هسې نه دادښکـــــلو کار ونکړې
رازدې دمينې ماته وايه ځـــــــکه
پټه لمبه لکه چـــــــــــنار ونکـــړې
اظهار دقهر کړه دشونـــډو په سر
په زړه پولۍ لکه انار ونکــــــــړې
مادې له قصده کچکول نه ماتوه
ملنګه پام کوه ازار ونـــــــــــکړې
خيرخوا رسوا به شوترې ګل غوړيږي
څاڅکي داوښکو پر دې لارونکړې.