غزل
کلـــــکه پـــــــښتنه شه نــــظر پورته کا
ګل ګل پېښور نور ســـــــــوزوي راته
خدايه پاکه لږ خو ترې لمر پورته کا
اودې ويشتم زه لکه ټـڼـــــــپي مرغه
وه ظالمې اوس خومې ژر پورته کا
شور چې اذانګې شي دمنګو ترمېنځ
نن خو يوه ټپــــــــــه په ګودر پورته کا
زړه مې لکه خاورې ستا تر پښو دروړ
لږ خو يې دلارې له ســـــر پــــــــورته کا
اور اور زندګي ده له بېلـــــــــتون سره
سوزي نينې سوزي مـــــجمر پورته کا
زور د تـــــــــــغزل يې لا هم نه منــــــــــي
وخته حــــــــمزه بيا له خــــيبر پورته کا
موسکې دي حيرانه حورې ميــو کې
ژر کوه ورلاس کا ساغر پــــــورته کا.