غزل
زړګيه پام چې ما يو چا سره وعـــــــده کړې ده
مايې دحسن څه ويلي و، چپ ځکه تېـــــر شـــو
دراز خبره ورته بيا دغه ســـــــــــــــاده کــــــړې ده
صله يې داشوه چې په ډکه خوله خندېږې ورته
ما خو رقيب سره داستا په سر لانجـــه کړې ده
چې سل دې ومره خودې سلو سر دې تلپاتې وي
دغه خبره پښتنو څومره ښايســــــــــــته کړې ده
ښکارې (هغه) خپلو خبرو کې اختــــــــيارنلري
پرونۍ (هو) يې ناګهـــــــــانه نن په (نه) کړې ده
يو وخت به ووايي زموږ دکلـــــــــي ټول وګړي
هره خبره دې خيرخوا فوق العـــــــــــاده کړې ده.