دزړه مينه يې نشته بس ناکام نـــــــــيولی دی
جانان دزړه جومات ته بل امام نــــــيولی دی
په شونډو خويي نه پوهيږم څه راته وايي؟
دسترګو په کونجونو کې يې لام نيولی دی
اغيارو مسلات وکړلو حميــــــــــد ته دمرګي
پرون يې چې دسرو شونډو په جام نيولی دی.
14.05.2007
- محمدحنيف حيران
ښکاري چې بيادې د درانه خوب اراده کړې دهزړګيه پام چې ما يو چا سره وعـــــــده کړې دهمايې دحسن څه ويلي و، چپ ځکه تېـــــر شـــودراز خبره ورته بيا دغه ســـــــــــــــاده کــــــړې دهصله يې داشوه چې په ډکه خوله خندېږې ورتهما خو رقيب سره داستا په سر لانجـــه کړې دهچې سل دې ومره خودې سلو سر دې تلپاتې ويدغه خبره پښتنو څومره ښايســــــــــــته کړې دهښکارې (هغه) خپلو خبرو کې اختــــــــيارنلريپرونۍ (هو) يې ناګهـــــــــانه نن په (نه) کړې دهيو وخت به ووايي زموږ دکل...
21.05.2007
- محمدحنيف حيران
د ملي بس وروستي سيټ کې ناست وم. شېبه وروسته به يوه نيمه سورلۍ راپيدا شوه. موټروان هم نه غوښتل چې وخوځېږي او په تشو سيټونو تمځاى پرېږدي. تنکى ښکلى مې ترسترګو شو، ورځ کې که ډېر نه وي يو ځل يې وينم، کله د شپه غالي (ليليې) په وره کې ورسره مخامخ شم، يا پوهنتون ته د تلو او راتلو پر لا. وخت ناوخت يې د ډوډۍ وړلو په ځاى کې هم وينم، دوه کاله پوره کېږي چې دا حالت روان دى. زړه مې غواړي ورسره وغږېږم، ملګرى يې کړم، خو تر اوسه داسې ونه شوه او نه مې خبرې ورسره کړې دي. په پلې لار کې راتلو- راتلو او زم...