لمر به له ګرېوان نيسم ، د پښو ړکۍ به غر کړمه
ګورې به چې څنګه لاس په لوړو باندې بر کړمه
هله دې زه ومرم چې ټيکرۍ مې د خوږ ې پښتو
بس چې دې سرتورو زمانو ته ور په سر کړمه
وخته ! د هنر په تماشو کې به مې وستايي
يار به ګوړه ، ګوړه کړم ? او ځان به مرور کړمه
هله به يې زور د مينې زړه ته لاره ومومي
زېړ زېړ اننګي چې يې په شونډو بختور کړمه
وا جلانه ! ډېرې جينکۍ به ليونۍ کړمه
زه چې شړۍ واغوندم ، اتڼ ته مټې ورکړمه