په یوه رنګین ګلشن کې

له غرونو غرونو انتظار نه وروسته

زه یوه غوټۍ دپیغلو پاڼو داتڼ په منځ کې

لکه تڼاکه د عدم په پونده

په بغاوت سره راووټوکیدم

لا مې وړې سترګې پرانستې نه وې

چې شنو ازغو راته زانګو جوړه کړه

په الله هو به شنو وریښمینو پاڼو

دسړې پرخې په تنکیو ګوتو

په زنګیدا لکه معصومه فرشته ویده کړم

په سپیده چاود به دوږمو ناوکۍ

زما دزانګو په څنګ کې ودریده

په څو مچکو به ئې راویښه کړمه

او په توده خوشبو به ئې ومینځلم

لکه چې څوک په کوثري شرابو

یوه فردوسي ښاپیرۍ ولمبوي

ما دمسکا خاپوړې نه وې کړې

نه مې په ژبه دنغمو بلبل ته

با با ، تاتا زم زمه کړي ؤ لا

ما ویل چې زما لندې زرینې څڼې

به شین اسمان په وړانګو وچي کړي نن

خو ده په مخ د قهر جنو وریځو

یوشیطاني نقاب راځوړند کړلو

خدایزده چې ولې ئې په دواړو لاسو

زه دژلۍپه کا ڼو وویشتلم

په خپلو سرو وینو کې وچړیپیدم

لکه بسمل مارغه په کو کو

هر لور ته وچغیدم وتپیدم

را نه چا پیر شو غمځپلي بلبلان دګلشن

خو ددوی شوڼډې هم ګڼډلې وې چا

دشنو ازغو په تیرو ستنو باندې

په پرهرونو مې داوښکو پټۍ وتړلې

له غریوه ډکه دسرو وینو په مهاجر کاروان کې

د بې وسۍ په ګامو وخوځیدم

د ګاوڼډۍ ځانګې انګړ ته لاړم

دسر پنا جولۍ مې وغړوه

دې به را ډکه له پیغور څخه کړه

هر قهرجن او برند کتل ته به ئې

ماپه سپرواولړزیدلوشوڼډو

د بې وسۍ مسکا را وبلله

چې کله خپل اسمان مې
 
په ژلۍ ستړی نور

زه هم په شلو پښو را وکټیدم

دهوسونو په لار

دخپل درشل په طرف

چې په خوشبو کې به زه

ټول ګلستان نښتیځم

د بلبلانو سره به پټ پټونی کوم

ترې تاووم به لیچې

لکه پیروتۍ بوټۍ

یو ځل به ئې ژاړم په مټ

بیا به په کټ کټ خاندم

چې ټول عالم خبر شي

چې زه خندلی هم شم

خو چې زه ګورم کله

دغه خیالي سپرلي ته

رخسار ئې ژیړ ښکاریږي

پکې سرخي نه وینم

زړه مې دربیږي هر وخت

چې سادګۍ باغوان مې

چیرته ډالۍ نه کاندي

بیا ګاوڼډي خزان ته