ستا په باره کې که له تا وپوښتم، ته څــــــه واېې؟
دلمر له سترګې که رڼاوپو ښتم ،  ته څـــــــه  واېې؟
ستانوم چې په ريګونوباندې ليــکم ورانـــــوي ېې
دابې رخي کــــه له هوا وپوښتـــم، تــــه څــــه واېې؟
ستا لطافت له کوم يورنګ کومې خوشبوسره ده؟
داله ګلاب که له ســـوما وپوښـــتم،ته څـــه واېې؟
تاخو ښـــــکلا خپـــــــله ښـــــــکلا دکاينات وښوده
که داپوښتنه درنه بياوپوښـــــــتم، ته څه واېې؟
زمادعشق ستا دښـــــــــکلا اودنيمــــګړې مينې
جانانه داکه له دنيا وپــوښتــــم، ته څـــــه واېې؟
ستاهندوکۍ ځواني ته نه ټيټېدم ټيت راتلـــــمه
اوس دې دکن که له ګنګا وپوښتم، ته څه واېې؟
زړه ولې تور شي لکه ستا پرمخ داتورداغـــونه؟
سپوږميه داکيسه  له چا وپوښتم، ته څه واېې؟
ګوندې حيرانه ترې داستان دعظمتونو واورم
که دننګونوکور پکتيا وپوښتم، ته څه واېې؟