کله مې چې  رايه دولسي جرګي درياست په ټاکنوکې ګوډ ته ورکړه نو دهغه له سکرترڅخه مي دهغه رازپه هکله پوښتنه وکړه چې دهغه  دګوډي پښي سره تړلي وه. سکرتر دکونج خوني ته اشاره وکړه.لږه شيبه وروسته سکرتر په وارخطايې خوني ته  راغي او کيسه يې  دبُن له غونډي پيل کړه .
سکرتر- تاسوخبرياست چې دجرمني _ بون ښار  په غونډه کې رئيس صاحب له شمال څخه، له جنوب څخه پاچاخان ځدران ،له مشرقي څخه مرحوم حاجې قدير،له لويديځ څخه حامدکرزي اودسپين ږيروپه مشري صبغت الله مجددي په غونډه کې برخه اخيستي وه.
_ماتري پوښتنه وکړه چې درئيس د ګوډي پښي اودبُن دغونډي سره څه ؟
سکرتر- ته خوغوږشه زه ټوله کيسه درته کوم.رئيس صاحب چې کله په بُن کې دټلوالي استازيتوب کاوه نوخلکوويل چې داټول داميرصاحب دمرګ له برکته دي ځاي ته ورسيد ،نوهغه هم داميرصاحب په احترام دهغه ځوي احمد له فرانسه څخه جرمني ته راوغوښت پداسي حال کې چې هغه  خپله دمکتب بکسه له ځان سره لرله .
- نوبيا ؟
سکرتر- بيا نوڅه! خبره جوړه شوه ،دطالبانوحکومت مخکي له وخته سقوط وکړنوځکه خوپورته ذکرشوي کسان ټول په الوتکه کې کيښنوول شول اودکابل په لوري والووتل،کله چې دايران په ريګيستانونووربرابرشول پيلوټ ناڅاپه دالوتکي دخرابيدو غږ وکړ.
- نوستونزه په کې څه وه ؟
- ستونزه داوه چې کسان شپږول اوپراشوتونه پنځه ،دلته درئيس صاحب چرت خراب شوچې دادامير ځوي موڅه کاوه چې راخيژاوه مو،مجددي صاحب ښې ستغي سپوري ورته وکړي .دوي پخپل منځ کې په جنګ ول چې پيلوټ کرزي ته په اينګلسي ژبه څه وويل  ،کرزي په منډه له الوتکي ټوپ کړل ،پاچاخان ځدران پيلوټ ته په غصه شواودپراشوت غوښتنه يې وکړه ،پيلوټ له ډاره پراشوت ورغورځارکه اوهغه هم ځان خلاص کړو.
حاجي قديرخپله په پراشوت غوټه کړله اودومره يې وويل چې زه خپل خلک يواځي نشم پريښودلي اوځان يې له الوتکي غورځارکړو.
 درئيس صاحب کاردلته خراب شوځکه يودى پاتي اوبل سپين ږيرى مجددي په منځ کې دامير ځوي خفه اوحيران پاتي وه .رئيس په ماته ژبه مجددي ته وويل چې تاسوسپين ږيري ياست اوملت ته زما ضرورت دي، ته کيدايشي له احمدجان سره جوړشي دخداي پا مان، په پراشوت يې لکه ټپوس غوټه کړه اوځان يې له الوتکي لاندي په شګلنه دښته وغورځاوه .مجددي صاحب په ژړغوني غږ داميرصاحب ځوي ته وويل چې ستا دپلارپه ماډيراحسانونه دي زه يې ډيرځله دمرګ له خولي باسلي يم اوزه دهغه په مټ دافغانستان پاچا شوي يم ،ته ورځه اوداخري پراشوت درواخله ماخپل له غمونوډک ژوندتيرکړي دي  .
داميرصاحب ځوي ورته وويل چې له ابل  سره خوبه بيا ګوروخوته خبرنه يې چې دوه پراشوته پاتي دي .
مجددي صاحب _ هغه څنګه ؟
_  ته خبريې چې اخري کس له وارخطايې زما دمکتب بکسه اخيستي اوپراشوت ورڅخه په ځاي پاتي دي، پراشوت درواخله اوځان اچوه.
سکرتر- دخداي فضل وشوچې رئيس صاحب  په شګه کې ولويده اويواځي دملااوپښتي هډوکي مات شول او پښه يې ګوډه شوه .