نه ځم، ښكلې كوچۍ نه ځم

زړه مې نه ځي له كوچيو

له دې شپول له دې كېږديو

له دې مېږو او سېرليو

توبه كلي كې مې زړه چوي

هم په غم هم په ښاديو

نشته بله مشغله مو

سره وژنو په مرميو

تل اخته يو په بديو

د خېمې ليمڅي دې ښه دي

له قالينو او دريو

¯¯¯

نه ځم، ښكلې كوچۍ نه ځم

ښار مې زړه چوي پر لوګيو

راځه تاسو سره به شپون شم

ځو به پورې تر غونډيو

روح مې غواړي څو سندرې

ډېر مېن يم پر شپېليو

كوچۍ ورور ته دې دا وايه

چې خوږه شپېلۍ رازده كړي

نور دې خلاص وي له لنډيو

له سندرو غرنيو

وۍ نن څومره شومه ستړى

ځي مې وينې له پنډيو

وۍ له ژي دې لاس راوېست

څه دې غوړ ده په غوړيو

زما خوږ پښې غوړوې پرې

چې وهلې دي ازغيو

څه حيران حيران راګورې

غوږ شه باندې څه فسات شو

څه بغارې وكړې وريو

څه غپا ده، دا د سپيو

وه د شپول دروازه خلاصه

تاسې ولې بنده نه كړه

په ازغيو او لرګيو

كوچۍ ورور خو دې اوده دى

ورځ يې تېره كړه پر پيو

دومره ډېرې يې دي څښلې

چې دي تويې پر كاليو

د خېمې كونج كې ډانګ راكړه

ته دباندې تماشه كړه

حاجت نشته د غديو

د لېوانو ننداره كړه

ها مچنوزغه درنه راكړه

ها ده خړ سپي غېږه وركړه

برګي ونيو له پنډيو

ها ده نور په منډو سر شول

پښې يې قرض كړې له پرديو

وۍ دا لنګې مېږې ګوره

څه غولانځې يې دي ډكې

شيدې څاڅي يې له تيو

ها ورغومي ټول راخلاص كړه

له بېګا دي وږي تږي

چې ماړه شي تر مريو

¯¯¯

نه ځم، ښكلې كوچۍ نه ځم

زړه مې نه ځي له كوچيو

ماته خپله رمه راكړه

چې يې بيايم تر غونډيو

كه نهار يم تر اونيو

ماته اوس خوند رامعلوم شو

د ليمڅيو او شړيو

كوچۍ دا ژوندون مې خوښ شو

ژوندون ښه دى د ټول ژويو

د مرغانو او څارويو

د سويو او كبليو

كه واده دې چرې وكړ

خداى(ج) به داسې زامن دركړي

وي په شان به د زمريو

¯¯¯

نه ځم ښكلې كوچۍ نه ځم

زړه مې نه ځي له كوچيو

تا د ښار پېغلې ليدلې؟

ژوند يې تېر كړ په مريو

په چرمو او په پيتيو

كميسونه يې پوښلي

ستارو او په بخيو

يارانې يې اچولې

هلكانو او نجليو

نور يې تللى له مخونو

دي په شانې د پېريو

بكې بكې زېړې سترګې

وي روانې په خواريو

راځه، دوى پخپل ځاى پرېږدو

دوى چې څه كوي، كوي دې

خلاص يو، موږ له بدمرغيو

موږ ته دا ژوندون جنت دى

واړه مينه محبت دى.

1/ مى/ 200_ پېښور، شمشتو كمپ.