نن شپه می د سید جمال الدین الافغانی په هکله دوه سوه مخه په پاړسو لیکل سوی کتاب خلاص کړ. دا چه هغه ته د شرق لمر ویل سوی وو نو زما د تږی دماغ حوصله کمه شوه او په یوه ناسته می له اوله تر آخره ووایو. زه په دی لټه کی سوم چی دکتاب لیکونکی ولی هغه ته لمر ویلی دی او ترکومه دهغه لمر نور د کتاب د لیکونکی په افکارو کی منعکس سوی دی؟ متاسفانه کتاب د سید په افغانیتوب باندی زیات اصرار کړی او دهغه په نظرو باندی کم.

زه نه د افغان او نه دایرانی لیکونکو تابع یم او دواړو ته د تاسف په نالی ناست او د ناامیدی اوسیلی باسم. ایرانیان د تحریف استادان او افغانان د سرټمبګی مخکښان بولم. نه افغانانو دا ثابته کړی چه سید د کنر دی او نه ایرانیانو د جعل او تحریف سببونه ویلی دی. هغه چه ما په عربی لیکنو کی ویلی او د سید په هکله کوم سوالونه سوی د هغو قانع جواب افغانانو ندی ویلی. انګریزی لیکنی زما په اند د اعتبار وړندی څکه هغه د سید دښمنان بولم.

سید د عادی کسانو څخه نه وو. د هغه تفکر له ډیرو څخه پورته وو. هغه په هر بدنوم باندی بلل سوی او د هغه په اخلاقو باندی ګزارونه سوی دی. دا ګزارونه د دینی علماوو، صوفیانو، شیعګانو او استعماری کړیو لخوا ویل سوی او لیکل سوی. خو سید بیا هم مفکر وو او د تفکر خوا ته یی مسلمانان او شرقیان رابلل. هغه له مسلمانانو نه شکایت درلود او قانع وو چه مسلمانان یی هم په ځان نه ورګډوی. هغه نوی نسل نوی مفکرین غوښتل او دهغه دا آرمان په سنتی مسلمانو ټولنو کی نه پوره کیدو. هغه یو مصلح وو او هغه د مسلمانو اتحاد غوښت نه دهغوی تفرقه او له یوبل سره بغض او حسد. هغه د سنی او شیعی په نامه مسلمانان نه بیلول او ټول یی رښتونی اسلام ته رابلل. داسی کسان په یو ځای کی ټیک نسی پیدا کولی خصوصا چه د استعمار په ډاکه مخالف وی. 

دا چه د سید فکر د استعمار په خلاف وو نو استعمار هم په کراره نه کیناست. له اوله تر دی دمه استعمار د هغه د تفکر په شنډولو کی بوخت دی. چه متاسفانه نن سبا دهغه ارمان لا ندی پوره سوی. 

ایرانیان او افغانان اوس دواړه پری ویاړی. یو هم دبل ادعا نه منی چه سید د کومی خاوری بچی وو. د ناامیدی خبره به له افغانانو څخه کوو. له دوی نه به سوال کوو چه که سید ایرانی سی نو ستاسو یی باندی څه؟ تاسو شړلی وو. تاسو دهغه د کور او مړی امکانات نه وو ورکړی. تاسو هغه نه وو روزلی. هغه خپل تفکر په هند کی غزولی او بیا یی د مشکل حل له تاسو سره شریک کړی وو مګر تاسو بیا هم ناځوانی ورسره کړی وه. او که څه هم هغه ستاسو په صف کی له ایرانیانو سره جنګیدلی وو بیا هم تاسو د هغه حق نوو ادا کړی. ایرانیان بیا هم له افغانانو تکړه سول. هغوی فاسد شاهی نظام ړنګ کړ او اوس د امریکا سره ډغری وهی، مګر افغانان بیا د امریکایی اشغال د تمدید لپاره په غربی کورونو کچکولونه ګرځوی. ایران آزاد سو او افغانستان د دنیا د وحشی دولتو لخو اشغال. نو دا د خجالت خبره ده او یا د افتخار؟ که افتخار وی نو بیا هغه افتخار باید د آزادی، عدالت، اسلامیت، او پښتونوالی په جامه کی وی نه د فحشا، دیموکراسی، او نورو ارتجاعی نظریو په تعمیل کی. 

اوس به راسم د کتاب د لیکونکی نتیجو ته. د لیکونکی نتیجی ښی وی او هغه چه ما پورته ولیکل تر ډیره د هغه کتاب له نتیجو سره برابری دی. صرف شکایت دا دی چه لیکونکی په طالبانو، داعش، او نورو هم مثله تنظیمونه باندی حمله کړی وه او هغه یی د اسلام مخالف (دا ما د کتاب له جملو واخیسته) بللی وو. زما مشکل دا دی:

1.     ایا یو کس چه د سید په ارمانونو باندی پوه وی نو هغه باید د امریکا او غرب دښمن د ځان او مسلمانو دښمن وبولی؟ که دا منطقی وبولو نو بیا خو مسلمانانو سید جمال الدین ته دخوارجو ملاتړ او انګریزانو متعصب بللی وو. ایا سید او طالبان دواړه د اشغال سره جنګ منلی او که صرف طالبانو دا کار کړی؟  سید لیکلی چه که وسی نو افغانستان ته به ولاړ سی او هلته به د استعماری اشغال سره جبهه ونیسی. هغه د افغانانو د آزادی سره لیونی مینه ستایلی وه خو غندلی یی نه وه.

2.     سید اسلام غوښت چه بیرته راژوندی سی او د سلفو صالحو ( اصحابو، تابعین، او نورو) په ډول بیا د تفکر کښتی د علم په سیندونو کی ورګډه کړی او مسلمانان د هغه لیاری نه رزق طیبه ترلاسه کړی. حدیث شریف دی چه د ژوند او دهغه د نعمتونو په سببونو کی فکر وکړی (تَفَكَّرُوا فِي آلَاءِ اللَّهِ) یا (وَتَفَكَّرُوا فِي خَلْقِ اللهِ). نو اوس که لیکونکی د سید په همدی ارمان باندی معتقد وی بیا نو ولی طالبان بد وبولی. هغوی اسلام غواړی او د سلفو صالحو په شان یی غواړی. په فرعی مسائلو کی به یی نظر تجدید ته ضرورت لری خو اصول یی اسلامی او له اصلی اسلام څخه تعبیر کوی. هیڅ مسلمان باید په هغه کی شک ونلری. دا اصلی اسلام، که د غربیانو خوښ دی او که نه، باید ومنل سی او یو مسلمان باید د غربیانو پروا ونلری. هغه چه غربیان نه خوښوی هغه د هغوی له منافعو سره ټکر لری. مسلمان باید د خپل اسلامی اصولو په پوهه کی کی کوشش وکړی ترڅو غربی خامی یی سترګو ته ودریږی. 

مونږه باید داسی فکر وکړو:

1.     باید متوجه سو ترڅو اسلامی بنسټونه وساتو او نوی دیوالونه هغه وخت بنا کړو چه د اسلام د عمومی چوکات په مینځ کی وی او د زمانی په مقتضا د خلکو د ضرورتو سره مطابق د مسلمانانو او افغانانو سیاسی اقتصادی آزادی تامین، منطقی مساوات مراعات، او الهی عدالت قایم کړو. دا اصول د نفسی خواهشاتو په بنا نه بلکه د یو اخلاقی او اسلامی آرمان په اساس عملی کړو. 

2.     که په تالبانو انتقاد لرو نو هغه اشتباه چه تالبانو کړی ده او یا یی کوی په پوره منطقی ډول په اسلامی اصولو باندی بنا ولیکو. هغه نقلا او درایتا رد کړو تر څو هم مسلمان پاتی سو او هم د آینده مسلمانو لپاره ګټور اثر پریږدو. 

3.     سید د مسلمانو د توحید غوښتونکی وو. نو بیا د هغه د توصیی په بنا د تالب او مکتبی اوسنی اختلاف له مینځه وباسو او د غربی تبلیغاتو په خلاف د دیوبند، اسلام اباد، الازهر او داسی نورو مراکرزو په اساس خپل دین ونه ځپو.دا دمسلمانو دینی مرکزونه دی چه د غربیانو بد تری راځی. بیا هم دیوبند او هم الازهر او داسی نور ښی او بدی مڼی لری. ځینی غربی خدمت ته ملا تړلی او ځینی بیا د غربی استعمار او اشغال په خلاف د هغو دقتلونو او غلاوو په خلاف اواز پورته کړی. ددوهمی ډلی په خاطر غربی پروپاکند د داسی مرکزونو په بی اعتباری کی په لاره اچول سوی او مونږ باید د هغوی له فریبو نه باخبره و اوسو. 

4.     که مونږ د سید توصیو ته غوږ کیږو نو یوازنی خطر د استشراقی اسلام (زه یی په امریکایی اسلام یادوم) ده. مستشرقین د اسلام ښه پټه وی او بد تفسیرونه او بدی عقیدی او د شکونو دروازی پرانیزی چه مسلمانان نااګاهانه له خپل دین نه لیری وساتی او مطلق لیبرال چه کوم اخلاقی ارزشت نلری ځینی جوړ کړی. 

 

وهو الهادی

په درناوی