دمهاجرت شېبې وې ،ډيرکوچنى ووم ، ايله مې ښې او چپ لاس پيژانده ،خوله پښتوادب ،سياست، او کلتورسره مې مينه ډيره زياته وه ،دمدرسې د ‏درسونو بوج مې هم ‏راترغاړې وه ، خوپه دې ډگر کې مې له وحدت ورځپاڼې ‏سره لوالتيا پيدا شوه  وحدت يواځينۍ ‏پښتو ورځپاڼه وه چې د جهادي ‏مشرانو،سياستوالو خبرونه ،ليکنې او شعرونه يې  خپرول گڼ ‏لوستوال يې ‏هم لرل
وحدت ورځپاڼه دپيرسفيدشاه همدرد پرزياراو هلوځلو په لومړي وخت کې ‏اردو (الوحدت)پرنوم ‏خپريدله چې په منځ کې (پښتو) شعرونه هم ‏ترسترگوکېدل پرافغانستان چې روسانو تېرې وکړاو ‏افغانان يې  پاکستان ته ‏پرهجرت اړکړل شونو دوى ته هم ديو وحدت (ورځپاڼې ) اړتيا وه چې ‏هغه ‏اړتيا د وحدت ورځپاڼې پوره کړه
وحدت د جهادي خبرونو ،تبصرو،ليکنو،اوشعرونو نورافغان مهاجر يې ‏لوستو ته رامات کړل
بله داچې پيرسفيدشاه همدرد يوپښتون هم دى له پښتوژبې سره يې مينه هم ‏شته نو پښتو ادب ‏،کلتوراو پښتو ليکدود (املا) ته کار وکړ، گڼ زده ‏کوونکي يې وروزول ډيرخبريالان يې ټولنې ‏ته وړاندې کړ ، نن ورځ چې ‏دپښتوپه نړيوالو چينلونو کې څومره خبريالان دي ډيرو يې خامخا ‏په وحدت ‏کې کار ترسره کړى دى دا د وحدت او په ځانگړي ډول د پيرسفيدشاه همدرد ‏وياړ دى ‏همدغه وحدت پيرسفيدشاه همدرد  دپښتو صحافت بابا کړ، نن د ‏پاکستان د ژورناليزم  په ډگرکې ‏نوموړى دپښتو  دصحافت بابا ياديږي داد ‏وحدت ورځپاڼې برکت دى او  نن چې وحدت پرنړيوال ‏ډگر کې  ديوې ‏ورځپاڼې په توگه ځانگړى ځاى لري بيا دا د پيرسفيدشاه همدرد د(پيرۍ) ‏برکت ‏دى نو که له يوې خوا  د وحدت برکت شي  نو له بلې خوا دا د سفيدشاه ‏همدرد د(پيرۍ) برکت ‏شي نو بيا ترې د وحدت ورځپاڼه راډگرته کړل شي چې د ‏گردو پښتنو وياړ دى
وحدت د نړيوال او سيمې ژورناليزم په ډگر کې  يوه باوري سرچينه ده چې دا د ‏دپښتو د ‏صحافت د بابا پيرسفيدشاه همدرد هلو ځلو پاييله او نتيجه ده
که لرو بر پښتانه د وحدت ورځپاڼه پيژني  نوورسره پيرسفيدشاه همدرد هم ‏پيژني خو خبره دلته ‏ختميږي نه ، وحدت پيررحمدل شاه اوهارون شاه هم د ‏همدغه وحدت او صحافت له لارې ټولنې ‏ته وړاندي کړل دايې ژورناليزم او ‏صحافت  خپل کور ته ورننويست  اوس به يې لمسي او ‏کړوسي هم د نيکه ‏د(پښتو صحافت بابا) پرلاره ورځي او د(پښتو صحافت بابا) لارښوونې به پلي ‏‏کوي نودا خبره ترې راوتله چې پير سفيدشاه همدرد  دخپل او پردي باباشو  او ‏اولاد يې ډيرشو ‏دايې لارښوونې دي چې پښتو ژبې ته يې ورکوي  ژوندى دې ‏وي د پښتو د صحافت بابا

د وحدت ورځپاڼې ته پر مډال زما اند ‏

له پېښورڅخه د پير سفيد شاه همدرد پر مشرۍ د پښتو يواځينى ورځپاڼه ‏‏(وحدت) دافغانستان د روان ٤٠ کلن ‏ناورين ډيرو لوبغاړو په څېر په دې ډگر ‏کې خپل سياسي ، ادبي ، سوداگري او نور ځانگړى (مثبت يا منفي)( ‏رول) ‏څخه برخمنه ده ‏.‏
‏ نيوکه کوونکي او ستايوال دواړه لري. ‏

دا چې افغان دولت له خوا وحدت ته د( د لروبر تر منځ د کلتوري او اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکو ‏اړیکو پر ټینګښت او اغیز) ‏ترسرليک لاندې مډال ورکړل شوى نو د لروبر ‏تر منځ خو دا ٤٠ کلن اغېز لري ‏.‏

نن وحدت ډير پښتانه پيژني ، په ډيرونړيوالو خبري اژانسونو ، تلويزيونواو ‏راډيو گانو کې ځينې پښتانه ‏کارکوونکي په يوه نه يوه بڼه له وحدت سره کار ‏کړى دى ، بيلگې يې ، ښاغلي دپژواک خبري اژانس جاويد ‏هميم ، له امريکا ‏د بي بي سي خبريال جاويد کوټوال ، په کابل کې ملي تلويزيون خبريال جمال ‏کوټوال، ‏دامريکا غږ خبريال ، مطيع الله عابد ، د پژواک خبري اژانس مشر ‏دانش کړوخيل، د بي بي سي راډيو خبريال ‏عنايت الحق ياسيني ، ارواښاد ‏مراد سنگرمل ، ارواښاد همزاد ننگرهارى، نورحمان شيرزاد ، ارواښاد ‏اسدالله ‏حصار شاهي وال اونور‏.‏
بله دا چې د ډيرو پښتنو ليکوالو خبرونه او ليکنې يې خپرې کړي.‏
‏ ډيرپښتانه په کې اوس هم پر کار بوخت دي ‏.‏
پښتو ادب او ژبې ته يې خدمت ښکاره دى.‏
‏ سفيد شاه همدرد دافغاستان دټولو سياسي ،او ديني مشرانو سره د وحدت ‏په استازيتوب نيږدې پاتې شوى .‏
د همدې اغېز له مخې کېداى شي افغان دولت مډال ورکړى وي. ‏