جره ، مجرد ، او تجريد ، دا عربي کلمې دي او د يواځې او تنها معنا لري.
پښتانه وايي چې احمد تجريد شوى،  معنا ورسره خلکو خپلې اړيکې پرې کړي او يواځې شوى ‏.
د افغانستان په اصطلاح کې مجرد  ناواده کړي ته وايي  چې  ميرمن يا ښځه نه لري يواځى گڼل ‏کيږي ‏.
د تجريد معنا  تصوراتولپاره او عادي يواځې لپاره پرخپل  خپل ځاى هم  کاريږي.
‏ شاعر تل له يواځيتوب شکايت کوي ، او په يواځيتوب کې ښه آو بد تصورات هم پيدا کيږي ‏.
تجريد  ښاغلي علي محمد خان اپريدي د خپل شعري جونگ ( ټولگې) ته نوم غوره کړى دى  هم په ‏همدې سرليک يې يو نظم په دې شعري کتاب کې شته ‏.
وايي ‏
نيمه شپه ده تنهايي ده او ليونتوب دى ‏
نو په دې نيم بيتي سره يې د تجريد  د کلمې معنا وکړه  يعنې په نيمه شپه کې  تنها يا يواځې يم ‏
‏ داسې يوازې يم ‏
چې ‏
نسکور پروت يم  دشعوره له انتشاره ‏
يم وتلى د هستۍ له کارو باره ‏
په تصور کې وايي  ‏
د درد منو د ښپو پلونو ته وژاړم
چې سپرلى درومي گلونو ته وژاړم ‏
بيا وايي
پاتې شوې مې اوس کار نه دى له هوشه ‏
خوښ يم نن سبا  بيخي خود فراموشه
بيا وايي ‏
ژونده بس که  نور دې گوره د تاب نه يم ‏
درته نه شمه کتلى قصاب نه يم ‏
بيا وايي ‏
زه  دمينې په لټون کې سرگردانه ‏
له دې نوره مې محروم نه  کړى اسمانه ‏
که مې وژغورې له دغه  لويه تاوانه ‏
سر به نه  پورته کوم ستا له احسانه ‏

بيا په يواځې ځان محبت ته غږ کوي
‏ ‏
ژوند الزام دى محبته چې ته نه يې ‏
لوى ناکام دى محبته چې ته نه يې ‏
تور ماښام دى محبته چې ته نه يې ‏
خالي جام دى محبته چې ته نه يې
نو چې يواځې شو تجريد شو،  نو بيا يې پر محلونو اوغوره بنگلو يې هم پروا نه وي ‏.
مرمرينې  منارې او محلونه ‏
هيبناکې قلاګانې  بورجلونه ‏
د زر دار د ماڼۍ دنگ دنگ ديوالونه ‏
بې د مينې  بې نمکه  بې سکونه ‏
دا وه د تجريد د کلمې معنا او په همدې کتاب کې ورته نغوته (اشاره ) وشوه.
بله دا چې ښاغلي علي خان په عربي او فارسي ژبو ښه پوې دى  د همدوې په خبره  پرې ښه عبور ‏لري  ځکه په دې شعري ټولگه کې عربي او فارسي کلمې يې ډيرې کارولى دي   کلاسيکه شاعري ‏يې ښه لوستې ده او د شعر په ټولو اړينو ارونو ( لوازماتو)  پوه دى. ‏

پرغزل کې يې تغزليت شته د ټولنې بدۍ اونورو  دودونو  ته يې په ښه  ډول اشاره کړې ده ‏.
په دره کې کارو بار تورې ټوپکې ‏
د علي لاس کې گلونه کتابونه ‏
ځواني که تېره شوه  د مينې روزگار اوس هم کوم ‏
هره خبره کې خبره د يار اوس هم کوم ‏
څه جرم نه کوم  که سوال  کوم د خپلې بقا
په جنگ مجبور يم خو د امن پر چاراوس  هم کوم ‏
د پښتو ملک دى خوچې ستا همځولې وگورمه ‏
ترينه تپوس دې غلى غلى په ډار اوس هم کوم ‏
ښاغلي علي خان ته دې نوى کتاب( تجريد ) مبارک وي.
‏  که څه دا پر ٥٠٠ روپى  دى  خو ماته يې وړيا  پر ډالۍ کې راکړ ترې مننه .‏
 ‏