غزل
ــــــ
زه د ژوند د يوه بل
پسرلي ښکار شوم
يو قدم مرګي ته لنډ
شومه هوښیار شوم
دی روان کال کې مې
پام لږ په زړه وکړه
هغه تېر کال درنه ډير
ګرانې ازار شوم
درد څه ښکلي پرهرونه
راته راکړل
لاله زار شوم لاله
زارشوم لاله زار شوم
چې مې عمر څومره ډير
شو همغومره
ژوند زما او زه د
ژوند پر اوږو بار شوم
د سپيڅلې عشق احساس
له برکته
يو شاعر شومه او ګډ
په غزل زار شوم
زه دانش ترينه پر
کومه لاره وځم
ستا د سترګو په هيندارو
کې ايسار شوم
02.04.2013
- محمد نادر دانش
غزل څاڅکي د وینـــو مې ليـــــمه ښکاري، که نه ښکاري؟ اووف ! تاته یې څه توپير که وه ښکاري، که نه ښکاري دنیــــا مې ستـــرګو کې د مینـــــې افسانې ولوستې جـــانـــانه! تاته پـــه کې څه ښکاري ، که نه ښکاري؟ راځــــه پــــه دښتــــه مــــې د زړه، زخمــونـــه ولټــوه ... غـــــاټول پـــه دې بـــیابانه ښکاري، که نــــه ښکاري؟ تـــا دې د خپل زړه خیــال ساتلی...
16.04.2013
- محمد نادر دانش
پـــاڼې، پـــاڼې،
پـــاڼې دی، ګــــل د زندګۍ زمـــــا
بَــل بــه دا څــــراغ نـــــه وي، تــل د زندګۍ ز...