غزل

څاڅکي د وینـــو مې ليـــــمه ښکاري، که نه ښکاري؟
اووف ! تاته یې څه توپير که وه ښکاري، که نه ښکاري

دنیــــا مې ستـــرګو کې د مینـــــې افسانې ولوستې
جـــانـــانه! تاته پـــه کې څه ښکاري ، که نه ښکاري؟

راځــــه پــــه دښتــــه مــــې د زړه، زخمــونـــه ولټــوه
... غـــــاټول پـــه دې بـــیابانه ښکاري، که نــــه ښکاري؟

تـــا دې د خپل زړه خیــال ساتلی خـــو پوښتنـــه داده
چــــې زمـــا زړه به تاتــه زړه ښکاري، که نه ښکاري؟

یــــو ځل دې بیــا یمه وژلې، یــــو ځل بیـــــا وګــــــوره
لاسونـــــه ستا په وینـــو سره ښکاري، که نه ښکاري

تـــــه رانـــــه مــــخ محـــفل کې واړوه او سیـــــل کوه
چې رقیبـــــان له خندا شنه ښکاري، کـه نه ښکاري؟

عمـــر یې وخـــوړه پــه ښار کې، خو بدل نــــه شولــو
دانــــش اوس هم لکه د غره ښکاري، که نــه ښکاري