غزل

ستا له رخساره وریدلې لمبې

ما به نو څنګه رانیولې لمبې

اور په اور نه مري په دې پوئ وومه زه

ځکه به ما زړه کې ساتلې لمبې

سترګې پرې پټې پټې کيږي او مري

 د ډیوې شوې راسره ستړې لمبې

څه ستا د مینې درد لمبه لمبه کړم

څه پر وجود مې بلې خپلې لمبې

پریده چې زړه د دانش اور واخلې

ورته ورغاړې وځه ښکلې لمبې