غزل

ما سترګو کې وساته، لیمه رانه چاپیره که

اوښکه یم  پریځومه، باڼه رانه چاپیره که

زه خو به د تلو په وخت سر ستا تر اوږې دروړمه

نور دې نو بیا غبرګ لاسونه ته رانه چاپيره که

تورې، تورې زلفې دې، په توره شپه کانې کوي

څه خورې ورې که په ما، څه رانه چاپیره که

زه دې په یو کنج باندې د زړه قناعت نه لرم

ما که خپلول غواړي، ټول زړه رانه چاپیره که

زه به دې په تورو د غزلو کې رانغاړمه

ته دې  د خوږې مينې خواږه رانه چاپیره که

ستړی له روزګار یمه، دانش درنه دمه غواړم

لیچې د سحر تر لمر خاته رانه چاپیره که