غزل

څـه چــل شــوی دی، په ما زړه مې خـوږيږي

بنــده، بنــده مې شـوه سا، زړه مـې خوږيـږي

ستا د عــشق له ابــتــدا، زړه مې خــوږيــږي

بس پـــه دې يـــوه ګنا، زړه مې خــوږيـــږي

عادت نــه شوم بې لــه تــا، زړه مې خـوږيږي

نور ښه روغ يم، خو بـس دا زړه مې خوږيــږي

زه يې هلته ږدم، چې کوم ځای وهـي څـړيکې

تــه خو لاس دې راتــه را، زړه مې خـوږيـږي

تــر قــيامتـــه دې زه نـــه شــم هېــــرولی

تــر قيامتــــه به همــدا، زړه مـې خوږيـــږي

تـــه رايــاده شې، له درده منــجـــيلــه شـم

په ما وچــورلي دنـــيا، زړه مې خــوږيـــږي

دانـــش بې له تـــانــه مرم، نه پـــاتې کـيږم

راشــه، راشــه مسيـــحا زړه مې خــوږيــږي