غزل
هغه ډيوه چې تر سهر به وه، شوګيــر راسره
هغه ډيوه چې تل به ګډه وه، په وير راســره
هغـه ډيــوه چې غلې، غلې ژړېــدله راتـه
لـکه زمــا د زړه ديــوال به نړېــدله راتــه
هغــه ډيــوه چې تر سهر بــه بلېــدله راته
تمــامه شپــه لــه ډيــره درده رپېدله راته
هغه ډيــوه خو، زما نوره ملګرتــيا نه کوي
هغه ډيـــوه تــر لمرخانه راته رڼا نه کـوي
زه چې څه ليکم د ډيـوې رڼا ته نه ليــکمه
اوس ېې ددې وړې لمبـې رڼـا ته نه ليکمه
اوُف! زه يم د چا ياد دی او څلور ديـوالونه
ملګري، مې د تورو شپو دې تور ديـوالـونه