غـــــزل 


تـه يـــوه څــــنډه د نـــــړۍ کـې، زه پــــه بـله نـاست يــم 
خو بـيا هم ستا له ذکر و فــــکره وزګــــار کله نــاست يــم 

يو وخت مې ویل؛ خلک لــــيوني دي، شـوګيـــــرونه کوي 
دادی اوس زه د عـــشق له درده ويـښ پخپـله ناست يـم 

کـــلــونه کــــيـــږي، پکې ستــــا د وجــــود نــښې لټــوم
کـــلــونه کيـــږي، د اسمان ستورو ته ګـــــله ناست يـــم 

پـــه دې پـــوهــــيږم چې هــغـه پـــر دغـــه لار نــه راځي 
خو پــه دې پوئ نه شوم چـې زه نو ورته څله ناست يـم

ماتــــه بــه نـــه وايې، چې ميــنــه دې حاصــل نــــه لري 
دغــــه غــــــزل تـه هم د ميــنې له حاصلــه نــاست يــم 

دانـــشه ! زړه کې مې د څــو زخمـونو ځـای پاتــــې دی 
جــانــانــه تــــه وايــه د بـــڼو غشي پـــرې وله ناست يم