غـــــــــزل 


نـــه زمــا وې، نــه زمـــا پـــاتــې شــوې

لکه وږمــــه پـــــه هــوا پــــاتــې شــوې


زه دې له خيـــــال او فـــکره وويـــــستلم

تــه پــه وجـود کې مې سا پــاتــې شــوې


سترګې مې ژاړي پــه ژړا کې خــــانـدې

پـکې تصـويــره د چـــا پـــاتــــې شـــوې


زمــا دې پاڼـــــې د ژونـــد ولـوستــــــلې

تــــه معمــا، مـعــــمــا پـــاتـې شــــــوې


څه پـه هــنر، هــنـر دې هــيـــر کـــړمه

څــــــه نـــازولــــې ادا پــــاتې شــــوې


ډيــوې کېــسه به درتــه ټــولــه وکـــړم

که د ســـحــــر تــر رڼــا پـــاتې شـــوې


دانـــــــش لــه ډيرې بـې وسـۍ وويـــل

پــه ما دې کــړې، پــه تـا پـاتــې شــوې