پــــه تصـــور کې تصویــــرونه، جــــوړووم ورانــــــووم
د چا د مــــخ پکـــــې خالونه جــــــــوړووم، ورانــــــووم
تــــه مې ټڼیــــــو د ګریوان سره خپل ځـــان غــــولــوې
زه دې د تــــورو زلفـو ولــــونه، جـــوړووم ورانـــــووم
ته شې خوږه ماشومه، زه دې تر څنګ شــــــــوخ هلــکی
بس ستا نانځــــکو ته کـــــورونـه، جـــوړووم ورانــــووم