ستا خو انـــځــور زما په سترګو کې دى
لکه يـــو نور ور زما  په سترګو کې دى

یــو څــــه ستـا حسن پسخــــــونـې کوي 
يـــو څه قصور زما په سترګـــو کـې دى

ګرانې! ستا مــخ  تــه مې نـــن ډېر کتلي
ځکـــه سرور زمـا پـــه ستـــرګو کې دى

جانانــــــــه! تانــــــــه شکایت تر اوسه 
لکه رنځــــور زما  په ستـــرګو کې دى

زړه مې زخمي دى، دا چــــې نه ژاړمه
دا خو غرور زما  پــــه سترګو کې دى

دانـشه ! هـر ښکــلی د دغــــه کلـــــــي 
شتـه دى، ضرور زما په سترګو کې دى

۱۳۸۵/۷/۵ ننګرهار پوهنتون