غــــــــزل
اه دې د سیــنې د اوره لـــــــه شـــــوره دی
اوره دې، وجـــــود دې جــوړلـــه اوره دی
تاتــه قـــصور نشتــه، تـــه خپـــه نــه شې
درد زما د خپـــل زړګـي لـــه کـــــوره دی
دا ســړی د چــــا عشــق نــــشه کـړی دی
نه یـې بنــګ وهـــلي، نه میـــــخــــوره دی
هـــیلې مې د زړه پــه لـــلمـه وســـــوولې
دا لـــــوګی زمـــا د زړه له سکــــوره دی
نه دې نـــادر ستــــرګو ته کـتــلای شــي
نه دې دا دانــــش بیــلـتـون لــه زوره دی
06.08.2012
- محمد نادر دانش
لــه مــــــاښـامــه تــر سهـاره خـــلک تــــښتـــي هـــــم لــه کلــــي هم لــه ښاره خلک تـــــښتـــي خـدايـــــه! بيـا مې څـه افـــــت پــه وطن راغـى بيــــا لـــــه کوم يــوه ښـامــاره خلک تـــــښتـــي چا تـرې ټــــولې څانګې پرې کړې...
30.08.2012
- محمد نادر دانش
ستا خو انـــځــور زما په سترګو کې دى لکه يـــو نور ور زما په سترګو کې دى یــو څــــه ستـا حسن پسخــــــونـې کوي يـــو څه قصور زما په سترګـــو کـې دى...