لــه مــــــاښـامــه تــر سهـاره خـــلک تــــښتـــي
هـــــم لــه کلــــي هم لــه ښاره خلک تـــــښتـــي

خـدايـــــه! بيـا مې څـه افـــــت پــه وطن راغـى
بيــــا لـــــه کوم يــوه ښـامــاره خلک تـــــښتـــي

چا تـرې ټــــولې څانګې پرې کړې لغړ ښکاري
د بـر کلي لــــه چـيــــنــــــاره خلک تـــــــښتــي

زړونــه مات دي مستــي نـشتــــه په زلمـو کې
لــــه ټپـــــو د يکـــه زاره خــــــلک تـــــښتـــي

پــــه سرو ستــــرګــو لـــه اټــکه اوړي ژاړي
له کــابل او ننــــګـــرهـاره خلـــک تــــــښتـــي

ستا دانـــــش يوازې ستا کوڅـــو ته ناست دى
اى زمـا د ميـــــــنې يــاره خــلـــک تــــــښتــي

۱۳۸۰/۶/۳۰