له جنګه ستړي يو پــه جنګ کې ګوزاره نـه کــــېږي
ملګرو نور د تــورو شرنګ کې ګوزاره نــه کېـــږي

زمـوږ د هر يـو جنـــــګ انجام دى د بل نوى اغــاز
بس دى د سرو وينو پـه رنګ کې ګوزاره نه کېــږي

د نفــــاق اور مـو تـر کـاله او تـر بستـــره راغـــى
ښځې خاوند پـه يو پالنګ کې ګوزاره نه کـــــــېـږي

مـوږ عادت شوي يـو ټــوپکو او کـــــــوتکــو سره
اوس مو سُرود او په اهنګ کې ګوزاره نه کېــــږي

ناســت دى لـه تـا سـره خو لار د رقيــبــانو څاري
دانـــشه! پاڅه د يار څنـګ کې ګوزاره نه کېـــــږي