ستا خو انځور زمـــا پــــه سترګو کې دى
لکه يو نــــور زمــا په ستــــرګو کـې دى
یــــو څه ستا حسن پــــسخــــونې کــوي
يــو څه قـــصور زمـا په سترګو کـې دى
ګرانې! ستا مخ ته مې نـــن ډېر کــــتلي
ځکـــه سرور زمـا په ستــــرګو کې دى
جانـــانه ! تـانه شکايــــت تــــــر اوسه
لکه رنځـــــور زما په سترګــــو کې دى
زړه مې زخمــــي دى، دا چې نه ژاړمـه
دا خو غـــرور زما په سترګـــو کـې دى
دانـــــشه ! هــــر ښکلی ددغــــه کلـي
شته دى، ضرور زما په ستـرګـو کې دى
۱۳۸۵/۷/۵ ننګرهار پوهنتون