مــا ستـا د يــادونــو د کـــــاروان لاره نيـــــــولې ده
اوښکو مې له ستــرګو د ګرېـــوان لاره نيـــــولې ده
څنــــګه بــــه اټک ته د زخمي زړګي حـــال نه وايـم
چا مې پـــه تـــــورخم کې د جانـان لاره نيــــولې ده
لرې کړه جامونه ساقي زهر دي شي نـه يې څـــښم
مــا پــه محبـــــت کې د ايـــــمان لاره نيــــــولې ده
خدايــــه! تـه مې ښکلې ګـــل انـــدامه ترېنه وساتــې
چېـــرته ورته بيا ديـــــو تُـــرابـان لاره نيـــــولې ده
ډېره مې ژړا وکړه خـــو چـــا جـــانان خبـــر نه کړ
اوس نو ما دانـــــش د يــــه قربان لاره نيــــــولې ده
۱۳۸۰/۶/۸