ښځه څوک ده؟
ښځه چې مور وي، نـو ښکــاره ده چې جنـــــت ده ښځــه
ښځــه چـې لـور شي، نو وريــــږي دې رحمت ده ښځـــه
ښځه چې خور وي، نو نعمت دی ورور بې خوره مه شــه
ښځـــه رونــق د زنـــــده ګــۍ ده، او زينـــــت ده ښځـــه
ښځـــه مــلالــــــــه ده، نـــازو ده، ناهيــــــــده ده د وخت
ښځـــه ډګــــر د حمــاســـو ده او عــــظــمت ده ښځـــــه
د ژونـد پايــــــښت، د ژونـــد بقا، د انسانيــــــت فــلسفـــه
پــه دې نــړۍ کې ستره بېــلګه د فــطـــــــرت ده ښځـــه
ښځــه هستي، ښـــــځـــه ښکلا ده، د تـهذيـــــب نــښــه ده
دانـــــــــــشه! ټــــولـه مينــه ميــنه ده الفـــــــت ده ښځــه
۱۳۸۸/۱۲/۱۹ د ښځو نړيوالې ورځې په وياړ