د خپل وجـود قـدو قامـت سره روان نــه شومــــه

زه د حــــــالاتو نــزاکت سره روان نه شـومـــــه

دا چې تينــدک خورمــه پر لار او تاتــه نه رسيږم 
ستا په  طرف استقــامت سـره روان نه شومـــــه

 

 

يـو څــه رقيبـــان ډير بد دي، يو څـه راسره ښه دي
د بعـــضو خو نــه بـدې شم او نــه راسره ښـــه دي

دوستــان هــم کلــه، کلــه کــولـوي راپـــسې کاڼـي
چې کلــه مخامـــخ شي، نــو خواږه راسره ښه دي

بې ستا له درد و غمه به مې زړه ګوره پړک وچوي
غـمـونــه دې پـر زړه بانــدې پراتـه راسره ښه دي