د شعـر ښاپــــــيــــرۍ
کله خفــه شي رانه لاړه شي د شعــــر ښاپېـرۍ
کله نــاڅاپه راتر غـــاړه شي د شعـــــر ښاپېرۍ
کله يوه هم نــه وي کله کله غــــــــبـرګې راشي
مينه احساس او ښکلا واړه شي د شعر ښاپـېرۍ
کله حالات شي راتـه تــوري کلـه عشق د جانان
دانــــشـه! کله کله دواړه شي د شعر ښاپـــېـرۍ
05.08.2012
- محمد نادر دانش
هغــه زما بــه چــې پــرې مــــــينــه راتـــله هـــــغــه انـــــسان لــه کـــلي کــډه وکــــړه اوس بــه پــه چا سترګې خوږې شي زمــــا لاړه جــانـــان لــه کـلــــي کـــــډۀ وکـــــړه...
05.08.2012
- محمد نادر دانش
د خپل وجـود قـدو قامـت سره روان نــه شومــــه
زه د حــــــالاتو نــزاکت سره روان نه شـومـــــه...