هغــه زما بــه چــې پــرې مــــــينــه راتـــله
هـــــغــه انـــــسان لــه کـــلي کــډه وکــــړه
اوس بــه پــه چا سترګې خوږې شي زمــــا
لاړه جــانـــان لــه کـلــــي کـــــډۀ وکـــــړه
خدايـه! اوس ستــا په دغه لوى جــهان کـې
مــا تـــه دا ځان ولې يــــوازې ښــکــاري؟
پــر هــره پــاڼــــــه مــې د زړه د کــــتاب
نــــــوم د جانــان ولې يـــوازې ښـکــاري؟
ولې دا نــور ښکــلي يې نـــه خوښېـــــږي
ولې مـې زړه تــصويــر د چا نـــه ســاتـي
څوک چې يې خوښ دى هغه بيـا نه راځـي
نـو دا بــه څــۀ تــصوير د چا نــه ســاتــي
ولې لــه ستــرګو نــه مې اوښکې څاڅي؟
ولــې دا زړه رانــــه جــانــان غــواړي؟
چــې زه يــې پــه نيمــه لاره پرېښــودمــه
دا رانـــه بـــيا هغـــه انــــسان غـــــواړي
له جــانــان هېــر يمــه پوهــــېـــږم په دې
جـــــــانـان عــــادت د هېــــرولـــو درلود
زه يــې والله کـــه پـــر زړه وګــرځـــمــه
يــــو يې صـــــفــت د هېــرولــو درلــــود
خــو چې زما لــــه زړه به څنـګه وځـي؟
دا سوال لــه مـا سره حــل شــوى نــه دى
نــه ترېنــه هېر دى نـه بــه هېر شي جانان
دانـــــش هــغــه دى بــدل شـــوى نــه دى