ګرانې چـــــې يو د بل ليــدو تــه له مرګي پـــاتې شـو
ساه به ساتو، ساه خو به اخــلو چې ژوندي پاتې شـو
که رښتيـا مـــــينــه لــېـــونتــوب وي، مـــــينان لېوني
زړه خو مې غـواړي چې همداسې لېـــوني پاتې شو
هجره! کـه ستا ترخې شېبې مو ترې مرګي ورســــئ
نور به دې څومـره پـوره وړي او بـاقــــي پـاتې شو
اورونـه وشينــده، لمبې دې له رخسار پـــــورته کړه
موږ پتنګان يوو، موږ عادت يوو، که ستي پـــاتې شو
په صبر ونـه شوه، دانـــشـه! پـيـــمانو تــه لاس کـړه
دا ځــــــل بــه هم ګوره سخا نـه د ساقي پــاتې شــو