کلـه مــــې زړه کلــه باڼــه کلــه لېــمـــــه شي ښکلي
کله دا وايم لـه يـوې مـــــخې دې مــړه شي ښکــــلي
کله خـواږه لکـه شربت شي مينـه ميــــنـه شي ټــول
کلـه سړى حـلالـوي چــاړه چـاړه شـــــــي ښکلــي
خوي د هندوانو دى په کې خو زه حيــران يمـــه چې
دا کلــه کلــه نو بيــــــا څنـــــګه پُــښتانه شي ښکلــي
موږ جل وهلي به لا نور له تنــــــدې مړه شو پــسې
که د وښو غوندې په هر ځاى کې راشنه شي ښکلي
زړګى درزېــږي ټول بـدن ورته ميـږي ميــږي شـي
دانـشه!چا سره چې کله خوله په خــوله شي ښکلـــي
۱۳۸۰/۶/۱۸