زمانــــې ستړې نــه شوې، ستړی دې کــړم
په ويــــر اخـــته پــه غــم لــړلی، دې کـــړم

وختــــــه! مـــا چــاتـــه غـاړه کېـــــــنښوده
خــــو تـاتــه پــاتې راغـــلم غلــــی دې کړم

نــور مــې ازميښت د حوصلې مـــه اخلــه
مانــه دې يار واخيست نيــــمګړی دې کړم

څومــره چـــې تــــا په اور کې وسېـــــزلم
هـــغـومـره لاپســـې پيـــــاوړی دې کــړم

پـــه ژونـــد زمــا درســـــره قـــدر نــــه ؤ
دانـــش چې مړ شوم نو ښاغلــی دې کــړم

۱۳۸۴/۷/۲۲ ننګرهار پوهنتون