اوبـو يمــــه اخيستی، خــو څـــوک لاس نــه راکــــــوي
نـاځوانــه ده دونيــا، د ژونـد احـــــــساس نــه راکـــوي
ستا ميـــــنه تــاوه وي رانــه هـر ځـــــل د غــم څـــادر
جــــــــانــانـــه! د خوښـــــۍ راتـــه لبــاس نــه راکوي
عجيبــه ده، په عشق کې شوم له عقل و فکره خـــلاص
سنَـــــــد راتــه بــيا هــــــم څوک د افــلاس نــه راکوي
زه خــپلــه سپېــــــڅلتيــا د محبـت تــر پايــه ساتـــــــم
شيطـــــان لعيــن دې ډېـر پــه کې وسواس نــه راکوي
احساس د محبـــــت دې خدای تر مرګه ما دانــــــش ته
بې ستا نــه پــه احــد مـــــــن الــنــــــــاس نـــه راکوي