د زړه خبـــرې
بېګاه مې ستا تصوير ته يو بلا خبرې وکړې
ګيله، ګيله ووم ورتــه
زړګی مې ښه را سپک کړ
تصــويــر دې غلی ؤ
غــوږ ،غــوږ ؤ راتــه
نه يې خبره راسره کــړه غبرګــه
او نه يې ستا په شان ، ناندرۍ راسره ووهلې
ستا نه مې ستا تصوير ډېر زيات خوښ شو
غواړم چې بيا ورته د زړه خبرې ټولې وکړم!!!!!
۱۳۹۰/۱۰/۱۶
01.08.2012
- محمد نادر دانش
څلـــــــوریــــــزه
ګولۍ ګولۍ ستــرګې دې زړه وژنــي د زړه قاتــــله! چې انسان وژنــــې نـو انسان به درتــه څوک ووايي؟...
02.08.2012
- محمد نادر دانش
اوبـو يمــــه اخيستی، خــو څـــوک لاس نــه راکــــــوي نـاځوانــه ده دونيــا، د ژونـد احـــــــساس نــه راکـــوي ستا ميـــــنه تــاوه وي رانــه هـر ځـــــل د غــم څـــادر جــــــــانــانـــه! د خوښـــــۍ راتـــه لبــاس نــه راکوي عجيبــه ده، په عشق کې شوم له عقل و...