څلـــــــوریــــــزه
ګولۍ ګولۍ ستــرګې دې زړه وژنــي د زړه قاتــــله!
چې انسان وژنــــې نـو انسان به درتــه څوک ووايي؟
زېړ مـازيګر دی يـاره بس دى ښېرې مه کړه ورتـــه
که دانـش مـړ شي نو جانان به درتــــه څوک ووايـي؟
======================================
چې زه وايمــه ميـن يم پــه تـا، دی ورته حيران شـي
مسکی د بڼـو لانــدې شي، سـړی ورتــه حيران شـي
نــه هو راتــه کوي، نــه يې پــه نه باندې پوهېــــــږم
نو ځکه دا زمـا مــاشوم زړګی ورتــه حيــران شــي
دا بــې انــتـــــهـــا ميـنـــه او دا ډيــــــــرې فاصــلې
دانـش هم خپله هرځلې په خدای ورته حيــــران شي